IQNA

د پاکستان په پاراچنار سیمې کې حکومتی کړئ  دشیعه او سني اختلافاتو ته هوا ورکوي(مقاله)

15:05 - July 09, 2023
د خبر لمبر: 3487601
ایکنا-( پاراچنار) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین دخیبرپختواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه  ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې  او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ  دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او  معامله د شیعه او سني  جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم  په اصل کې داسې کومه خبره نه وي. 

ایکنا خبری آژانس له پاره چناره  راپور راکړ،د پاکستان د خیبرپختونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  عمومی  منشي شبیر حسین ساجدي په یولړ څرګندونو کې  د کورمې ضلعې وروستۍشخړې د جزیاتو په بیانولو سره  ووئيل،په کورمې کې  د مځکو دشامیلاتو شخړې تل په سیمې  کې د اړئ ګړئ او تاؤتریخوالي  او د سلګونو کسانو د وینې د بهیدا لامل  کیږي چې ځينی حکومتی کړئ پکې دخالت لري او غواړي  دغه سیمه یو ځل بیا  دوینو په ډنډ بدله کړي.

 شبیر ساجدي  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه  ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې  او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ  دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او  معامله د شیعه او سني  جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم  په اصل کې داسې کومه خبره نه وي.  هغه همداراز په دغې اعلامیې کې  ووئيل، د کورمې طوري او بنګښو قبیلو تل  په دغې سیمې کې هڅه کړې ده ، څو درست اوسیدونکي هغه که شیعه دي او سنیان په امن  ورورولۍ  او ثبات کې ګډ سوله ایز ژوند ولري  او دغه سیمه ترقي وکړي،خو له بده مرغه ځیني ترهه ګر وګړي  چې  چې ریښه ئې په ترهه ګرۍ او نا امنئ کې بڼه لري،  غواړي دغه سیمه د ورورولۍ په ځاي په دښمنئ بدله  کړي  او د سلګونو خلکو وینه وبهوي چې  دغه کار څو میاشتې مخکې په تري منګل  هائي سکول هم و کړ او د علم خورونکي  او د همدغو ترهه ګرو منګلو د اولادونو دزورنې لپاره  په دغه سکول کې پخپلو دندو بوخت وو،په بې دردۍ او بوږنونکي ډول شهیدان کړل او غوښتل ئې  چې طوري او بنګښ په احساساتو سره په نورو سیمو کې د اهل سنت  په ضد اقدامات و کړي خو طوري اوبنګښ قبیلو مشرانو او ځوانانو د منګلو قبیلې د ترهه ګرو دغه دسیسه شنډه کړه او وې ښودله چې  زمونږ د علم خورونکي استاذانو وحشي ډوله قاتلان معلوم دي او په سیمې کې د نورو  سیمو داهل سنتو پکې هیڅ دخالت نشته. هغه ووئيل دغو ترهه ګرو بیا هڅه وکړه  چې د تری منګل دسکول پيښې  نتیجې بې رنګه کړي  نو هڅه ئې وکړه څو د بوشهرې  سیمې د ځاي خلکو دمځکې په سر شخړې ته مذهبی رنګ ورکړي  او بیا اړئ ګړئ  جوړه کړي ،دوي سره په دغې دسیسې کې ځيني حکومتي کړئ هم شاملې شوي  چې د یوشمیر بې ګناه کسانو وینه پکې توي شوې ده .

کرم کا امن سوچے سمجھے منصوبے کے تحت خراب کیا جا رہا ہے ،شبیر ساجدی - اسلام  ٹائمز

شبیر ساجدي دغه راز په دغې  اعلامیې کې د پاکستان پر مرکزي او صوبائي حکومتونو هم غږ کړی چې  په کورمې کې د مځکو د شامیلاتو  ترینګلتیاوې  چې وخت په وخت د  خلکو په وینو ککړیږي، د ریوینیو   دریکارډ  په اساس سملاسي د ویش اقدام  وکړي څو د لازیاتو  ځاي اوسیدونکو د  وینې د بهیدا  مخینوی وشی.

د یادولو ده چې  دوه ورځې مخکې د کورمې په بوشهرې سیمې کې د مځکې په سر یو لړ ترینګلتیاوې راپورته شوې چې د  ځینو ترهه ګرو په سپیرو هڅو سره دغه شخړه پراخه شوه او د کورمې په څو سیمو کې ورڅخه د شیعه او سني د جنګ په توګه  داور لمبې پورته شوې  او د لسګونو کسانو وینه پکې وبهیدله .

وروستي راپورونه ښئ چې پرون ناوخته دغه شړه د مشرانو او جرګه مارو په هڅو سره پاي ته رسیدلې او ددواړو لورو ترمینځ د کاڼي په کیښودلو سره تر څو ورځو پورې  به دغه شخړه د حکومتي ریونیو ریکارډ په اساس د حل کولو هڅه وکړي.

captcha